د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د انټرنيټ د وو جن نړيوالې سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ وويل، چې ډيجیټلي ټکنالوجۍ د نويو نظريو، بڼو او شکلونو په لرلو سره د انسانانو د اقتصاد، سياست، کلتور، ټولنې او ايکولوژيکي تمدن پر جوړونې او دغه راز د خلکو پر توليد او ژوند يې پراخې او ژورې اغېزې کړې دي. ولسمشر په خپل پیغام کې زیاته کړه، چې اوس د نړۍ پر وړاندې د وضعیت ستر بدلون او کرونا وبا په شمول ځينې لويې ستونزې او ننګونې موجودې دي، نړيواله ټولنه بايد اوږه په اوږه د ډيجیټلي ټکنالوجۍ د پرمختګ له تمايل سره سم له ګټور فرصت څخه کار واخلي او له ننګونو سره مقابله وکړي. (هيله)