د ۲۰۲۱م کال د انټرنېټ نړیواله سرمشريزه پيل شوه
cri2021-09-26 11:25:41
شريکول:

د ۲۰۲۱م کال د انټرنيټ نړیواله سرمشريزه غونډه د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د جه جيانګ ولايت په وو جن علاقه دارۍ کې پيل شوه، چې پکې عصري انټرنيټي او ډيجيټلي تخنيکونه ښودل کېږي. د ډیجیټلي تمدن نوې زمانې ته رسېدل او د انټرنيټ د ګډ برخليک ټولنې جوړول د دغې غونډې عمومي موضوعګانې دي.

د څه باندې ۸۰ هېوادونو او سيمو کابو ۲۰۰۰ استازي به د دې غونډې په ۲۰ فرعي ناستو کې د انټرنيټي تخنيکونو د پرمختګ پر ايندې، د انټرنيټي شبکو د ادارې، له کرونا وبا سره د مبارزې، د اقتصادي سمسورتيا د هڅونې او په اقتصادي پرمختګ کې د نوښتونو د رول په باب خبرې وشي. (شکريه)