سوريه: امريکا باید له دې هېواد څخه ژر خپل ځواکونه وباسي
cri2021-09-26 11:10:31
شريکول:

د سوريې د بهرنيو چارو وزير فيسل مکداد د سپتمبر پر ۲۵مه په نيویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۶مې اسامبلۍ په مباحثوي غونډه کې د چين د ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې پر سوريې د لوېديځو هېوادونو يو اړخيز بنديزونه ظالمانه کړنه ده او د دې هېواد ملکي وګړيو ته يې سخت زيانونه رسولي دي. نوموړي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د چټکې ايستنې په اړه وويل، زما په اند، دا د امريکا لپاره شرم ګڼل کېږي او دوی باید ترې درس واخلي.

نوموړي زياته کړه، چې امريکا بايد له عراق او سوريې څخه هم خپل ځواکونه وباسي. هغه وويل، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پيمانه ډېره لويه وه، خو په سوريه او عراق کې دوی دومره زيات ځواکونه نه لري، نو بايد په نږدې وخت کې له دغو هېوادونو څخه خپل ځواکونه وباسي او د سوريې  برخلیک بايد د سوريایانو لخوا وټاکل شي. (هيله)