په جلال اباد کې چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
cri2021-09-26 11:03:21
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د سپټمبر پر ۲۵مه یوه چاودنه وشوه او له امله يې ۱ تن مړ او ۷ تنه  ټپيان شول.

اريانا اژانس خبر ورکړ، چې د ننګرهار ولایت یوه مامور ويلي، چې دغه چاودنه د جلال اباد په لومړۍ امنیتي حوزه کې وشوه. د دې ښار د روغتون یوې سرچينې ويلي، چې چاودنې یو طالب وژلی او د ملکي وګړيو په شمول ۷ تنه نور يې ټپیان کړي دي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)