د ۲۰۲۱م کال د انټرنېټ نړيوالې غونډې د شين کتاب په اړه خبري ناسته د سپتمبر د ۲۶مې نېټې په ماسپيښين د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن کې تر سره شوه.
د چين د انټرنېټ څېړنيزې اکاډمۍ په دغې غونډې کې د انټرنېټ په اړه (د ۲۰۲۱م کال نړيوال راپور) او ( د ۲۰۲۱م کال د چين راپور) خپاره کړل.
د ۲۰۲۱م کال د انټرنېټ نړيوال راپور کې د نړیوال انټرنېټ نويو تخنيکونو، ستونزو او پرمختګ ته پام اړول شوی او د ۴۸ هېوادونو او سيمو د انټرنېټي چارو ارزونه پکې شوې، چې د امريکا، چين، بريتانيا، جرمني او کاناډا انټرنيټي چارې تر نورو هېوادونو ښې بلل شوې دي.
په ورته وخت کې، د همدې ورځې په ماسپښين د ۲۰۲۱م کال د عصري انټرنېټي تخنيکونو معرفي غونډه هم تر سره شوه. (شکريه)