د ۲۰۲۱م کال د دوامدار پرمختګ فورم پيل شو
cri2021-09-27 14:04:37
شريکول:

د ۲۰۲۱م کال د دوامدار پرمختګ فورم د سپتمبر په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې پرايستل شو او پکې د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د پلي کولو لپاره د چين د اقداماتو راپور خپور شو چې په دې راپور کې له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د نوموړۍ اجنډا د ۱۷ موخو د پوره کولو لپاره د چين اړوند اقدامات ليکل شوي.

په دې راپور کې په اشارې شوي، چې چين د ۲۰۲۰م کال په پای کې پر وخت د بېوزلۍ د له منځ وړلو موخه پوره کړې او د يادې اجنډا له ټاکلي وخت نه ۱۰ کاله مخکې يې دغه موخه بشپړه کړه، ۹۸ميليونه ۹ لکه او ۹۰ زره کليوال د چين د کوښښونو په رڼا کې له بېوزلۍ څخه وتلي دي.

له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې، د چين د کورنيو توليداتو د عمومي اندازې د زياتوالي کلنی انډول ۶.۶ سلنې ته رسېدلی او دغه راز يې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي ۳۰ سلنه انډول يې برابر کړی. په ۲۰۲۰م کال کې، چين د نړۍ له عمده اقتصادونو څخه يوازنی هېواد دی، چې خپل اقتصادي زياتوالی يې ساتلی و.

د دې تر څنګ، چين له اقليمي بدلون سره د مقاومت اقدامات غوره کړي او د م.م د اقليمي بدلون ضد د م.م چوکاټي تړون او د پاريس تړون يې جدي پلی کړی دی. (شکريه)