د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم تر جوړېدو وروسته د دواړو خواوو سوداګريز ارزښت ډېر زيات شوی
cri2021-09-27 11:47:31
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د سپتمبر په ۲۶مه نېټه یوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې، د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم تر جوړېدو وروسته، د دواړو خواوو سوداګريز ارزښت ډېر زيات شوی دی، په ۲۰۰۰م کال کې د دواړو لورو سوداګريز ارزښت  87.37 ميليارډه یوانه و، او په ۲۰۲۰م کال کې دغه شمېر 1.3 زره ميليارډه يوانو ته پورته شوی چې منځنی کلنی زياتوالی يې 14.5 سلنه ښيي. په ۲۰۰۰م کال کې د چين د خصوصي تصديو او افريقا ترمنځ سوداګريز ارزښت 4.76 ميليارډه يوانه و او په ۲۰۲۰م کال کې يې دغه شمېر 783 ميليارډه يوانو ته زيات شوی چې منځنی کلنی زياتوالی يې 29.1 سلنه ښيي. په عين وخت کې د چين او افريقا ترمنځ په سوداګريز ارزښت کې د چیني خصوصي تصديو انډول له 5.4 سلنې څخه 60.2 سلنې ته لوړ شوی دی. (هيله)