د شينجيانګ په اړه د لوېديځو هېوادونو درواغ پوره په ډاګه شول
cri2021-09-27 14:16:10
شريکول:

د چين حکومت د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د شينجيانګ د نفوس پرمختګ په هکله سپين کتاب خپور کړ او د مشخصو شمېرو له لارې يې په شينجيانګ کې د نفوس د پرمختګ حالات پکې په ډاګه کړي دي. دد دغه کتاب مالومات دا ښيي، چې واقعیتونو پر وړاندې، د لوېديځو هېوادونو بې ځایه درواغ بيا راښکاره شوي او د چين د پرمختګ د مخنيوي په هکله د دوی دوسيسه هم ناکامه شوې ده. 

د دغه سپين کتاب شمېرې ښيي، چې له ۲۰۱۱م کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د شينجيانګ د نفوس د زياتېدو سرعت په ټول هېواد کې څلورم ځای نیولی دی، په عين وخت کې شينجيانګ کې د اويغوريانو شمېر هم ډېر زيات شوی. په ۲۰۰۰م کال کې د اويغوريانو شمېر اته ميليونه او ۳۴۵ زره و او په ۲۰۲۰م کال کې دغه شمېر یوولس ميليونو او ۶۲۴ زرو ته لوړ شوی، چې منځنی کلنی زياتوالی يې 1.67 سلنه و او دغه انډول د چين د نورو لږکيو په نسبت ډېر لوړ دی. 

برسيره پر دې، د اټکلي عمر، د ښوونې سويې او د ژوند کیفیت د دريو معیارونو له مخې چې د ملګرو ملتونو لخوا ټاکل شوي، شينجيانګ کې د لږکيو پرمختګ هم د ليدو وړ دی او برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. په ۲۰۱۹م کال کې د شينجيانګ نفوسو منځنی اټکلي عمر 74.7 کاله و، چې دغه شمېر د ۲۰۱۰م کال په نسبت 2.35 کاله لوړ شوی دی. اوس د اويغوريانو په هرو سل زرو کسانو کې 8944 تنه  لوړې زده کړې لري او دغه شمېر د ۲۰۰۰م په پرتله 6540 زيات شوی دی. 

د شينجيانګ د نفوس پرمختګ په دې سيمه کې د بشري حقونو د ابادۍ يوه څرګنده نمونه ده او ترې ښکاري، چې د چين حکومت د ترهګرۍ ضد اغېزمن تدبيرونه نيولي او ستر برياليتوب يې تر لاسه کړی دی. يو لړ شمېرې ښيي، چې د شينجيانګ د نفوس پرمختګ اوسنی حالات په تاريخ کې بې ساری دی. پر چين او شينجيانګ د لوېديځو هېوادونو بې ځایه تورونه نړيواله ټولنه نه شي تير ايستلی او د شينجيانګ او چين د سمسورتيا او پرمختګ مخه هم نه شي نیولی. (هيله)