د چين او افريقا دوهم اقتصادي او سوداګريز نندارتون پرانيستل شو
cri2021-09-27 11:31:51
شريکول:

د چين او افريقا دوهم اقتصادي او سوداګريز نندارتون د سپتمبر په ۲۶ مه نېټه د چين د هو نان ولايت په چانګ شه ښار کې پرانيستل شو او د روانې مياشتې تر ۲۹ مې نېټې پورې به داوم ولري. په دغه نندارتون کې د چيني او افريقايي شرکتونو لپاره ځانګړي نندارځي جوړ شوي او د افريقايي هېوادونو ځانګړي توکي پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دغه نندارتون پر مهال به د چين او افريقا د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د لاسته راوړنو نندارتون او د افريقايي هېوادونو د سوداګريزو مارکونو نندارتون تر سره شي.

د مالوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې به ۵۵۴ همکاريز تړونونه لاسليک شي چې ارزښت به يې ۱۵ ميليارډه او ۹۳۰ ميليونه امريکايي ډالره وي، چې دا د تېرې دورې په پرتله زيات او پراخ دي.

(مينه)