خلکو ورځپاڼه: ولې موږ بريالي شوو؟
cri2021-09-27 16:03:54
شريکول:

د چين خلکو ورځپاڼې د سپتمبر په ۲۷مه نېټه يوه مقاله (ولې مونږ بريالي شوو؟) خپره کړې ده.
د دې مقالې ليکوال تاريخ ته په کتو او د اصولو او عملي کړنلارو پر اساس د امپرياليزم له تيري څخه د چين د ملي ولسي جمهوريت د ازادېدو، خپلواکۍ، شتمنېدو او ځواکمنېدو جريان بيان کړی دی او ورپسې يې د چين پياوړي اقتصاد او ځواکمنتيا ته ځغلنده کتنه کړې ده.
ليکوال په مقالې کې په اشارې ويلي، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سږ کال په جولای کې د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې په لويې لمانځغونډې کې وويل، چې نوی چين د کمونېست ګوند له لارښوونې پرته نه شي جوړيدلی او د چين ملي سمسورتيا هم د کمونېست ګوند له لارښوونې پرته ناشونی کار دی.
په دغو څو کرښو کې د دې پوښتنې ځواب ويل شوی، چې ولې مونږ بريالي شوو؟ (شکريه)