شي جين پينګ د چين د ګوه مين دانګ ګوند منتخت رئيس جو لي لون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
cri2021-09-27 14:25:23
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د چين د ګوه مين دانګ ګوند منتخب رئيس جو لي لون ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی. نوموړي په دغه پيغام کې په اشارې ويلي، چې په تېرې يوې مودې کې دواړو ګوندونو د ۱۹۹۲م کال د ګډې نظريې د ساتنې، د تايوان د خپلواکۍ او جلاوالي له غوښتنې سره د مخالفت پر بنسټ د چين سترې برخې او تايوان تر منځ اړيکو د سوله ييز پرمختګ د هڅونې او د تايوان تنګي د دواړو غاړو خلکو ته د ګټې رسولو په برخو کې اغېزمن برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

جو لي لون هم په همدې ورځ شي جين پینګ ته ځوابي پيغام ليږلی او ويلي يې دي، چې د تايوان تنګي د دواړو غاړو وګړي د چيني ملت وروڼه او ګډه وينه لري. نوموړي هيله ښودلې، چې دواړه ګوندونه د ۱۹۹۲م کال د ګډې نظريې د ساتلو او د تايوان د جلاوالي له غوښتنې سره د مخالفت پر بنسټ يو پر بل اعتماد پياوړی کړي، تګ راتګ زيات کړي، د سترې برخې او تايوان تر منځ اړيکو د سوله ييز پرمختګ په غرض ګډ کوښښونه وکړي، خلکو ته ګټې ورسوي او د تايوان په شاوخوا سمندري سيمه کې سوله او ثبات وساتي. (شکريه)