طالبانو کابل ته د نړيوالو پروازونو د بيا پيل غوښتنه وکړه
cri2021-09-27 14:01:14
شريکول:

د چين خبري اژانس د سپتمبر په ۲۷مه نېټه خبر ورکړی، چې طالبانو د سپتمبر په ۲۶مه نېټه له نړيوالوهوايي شرکتونو څخه غوښتي، چې کابل ته خپلې الوتنې بيا پيل کړي او ويلي دي، چې د دغه هېواد په لويو هوايي ډګرونو کې ټولې تخنيکي ستونزې هوارې شوې دي.
 د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ګڼ شمېر افغانان غواړي، خپل هيواد ته ستانه شي، خو دوی په بهرنيو هيوادونو کې بند پاتې دي او هغه افغانان هم، چې په نورو هېوادونو کې کار يا زده کړې کوي، خپل ټاټوبي ته په ستنېدو کې ستونزې لري.
د مالوماتو له مخې، د کابل نړيوال هوايي ‌ډګر تخنيکي ستونزې درلودې، چې د قطر، عربي متحده اماراتو او ترکيې په مرستې بيا اعاده شوي او اوس نړيوالو پروازونو ته چمتو شوی دی. (شکريه)