د چين دبهرنيو چارو وزارت: د امريکا د ډيموکراسۍ سرمشريزه غونډه به يوازې بېلتون او مقابله راوپاروي
CRI2021-09-28 14:56:50
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د سپتمبر په ۲۷مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د امريکا لخوا وړانديز شوې د ډيموکراسۍ سرمشريزه غونډه په ايډيولوژيک ډول هېوادونه جلا کوي او نتيجه به يې بېلتون او مقابله رامنځته کړي.

د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرګې لاوروف د سپتمبر په ۲۶مه نېټه وويل، چې ياده سرمشريزه غونډه د سوړ جنګ تر فکر لاندې وړاندې شوې ده او موخه يې دا ده، چې له هغو هېوادونو سره مقابله وکړي، چې د امريکا نظرونه نه مني.

هوا چون يينګ اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د لاوروف نظر پوره پر ځای دی. هغې زیاته کړه، چې ډيموکراسي بايد د خلکو له هېلو او ضاورتونو سره سمون ولري او خلکو ته بايد ګټې ورسوي، او په عمل کې بايد ثابته شي، نه يوازې دا چې د ژبې پر سر شعار پاتې شي.