چين د بشري حقونو په پلمه پرهېوادونو د امريکا له بنديزونو سره مخالفت کوي
cri2021-09-28 11:18:04
شريکول:

په دې وروستيو کې امريکا د بشري حقونو په پلمه پر روسي چارواکو او سوداګرو بنديز لګولي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د سپتمبر پر ۲۷مه نېټه په يوې خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چين د بشري حقونو په پلمه پر نورو هېوادونو د امريکا له يو اړخيزه بنديز لګونې سره مخالفت کوي. د امريکا د عوامو مجلس د سپتمبر پر ۲۳مه نېټه د ۲۰۲۲ کال لپاره د دفاعي بودجې تعديل نامه منظور کړه او په کښې يې وړانديز کړی چې د بشري حقونو په تړاو پر ۳۵ روسي چارواکو او سوداګرو بنديز ولګوي. په دې هکله وياندې هوا چون اينګ وويل چې چين تل ادعا کوي چې بېلا بېل هېوادونه بايد د نړيوالو قوانينو درناوی وکړي، او له يو اړخيزه بنديزونو له لارې د نورو هېوادونو له ګواښلو سره مخالفت کوي. د چين په اند بېلا بېل هېوادونه بايد د مساوي مشورو له لارې خپل توپيرونه او ستونزي لېرې کړي.(غاټول