وانګ يي د ملګرو ملتونو سرمنشي او د ناټو له سرمنشي جينس سټولتينبيرګ سره ويډيويي خبرې وکړې
CRI2021-09-28 16:22:46
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټريس سره ويډيوي خبرې وکړې. وانګ يي وويل، چې سرمنشي انټونيو ګوټريس له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې يووالی وساتي او جلا نه شي، څو نړۍ په سړې جګړې کې ډوبه نه شي. چين د نوموړي له دې اند سره موافقه کوي او په راتلونکې کې به د انسانانو د سولې او پرمختګ د چارو لپاره نوي خدمتونه تر سره کړي. وانګ يي څرګنده کړه، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ملګرو ملتونو په عادی مباحثوي غونډه کې د نړيوال پرمختګ وړانيز وکړ او د بېلا بېلو خواوو د ګډون هرکلی کوي چې نړيوالې ګډې نظريې تر لاسه او ګډ فعاليتونه تر سره کړي.

انټونيو ګوټريس وويل، چې ملګري ملتونه غواړي له چين سره نژدې همکارۍ وکړي، څو اړخيزم به وساتي او عملي به يې کړي، يو د بل د درناوي پر بنسټ نړيوالې اړيکې جوړې کړي، په ګډه به د نړيوالو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي، په تېره بيا د کرونا وبا د خپريدو په وخت کې د پرمختيايي هېوادونو د اقتصاد د بيا احيا کېدو او د اقليمي بدلون د حلولو هڅونه به وکړي.

دواړو خواوو د چين او امريکا تر منځ د اړيکو په هکله هم د نظريو تبادله وکړه.

وانګ يي په همدې ورځ د ناټو له سرمنشي جينس سټولتينبيرګ سره هم ويډيويي کتنه وکړ او د افغانستان د حالاتو په هکله يې خبرې کړې دي.