چين د مخابراتي چارو د ډيجيټل کېدو د چټکتیا لپاره هلې ځلې کړې او کوي يې
cri2021-09-28 11:19:09
شريکول:

د ۲۰۲۱ کال لپاره د چين د معلوماتو او مخابراتو نړيوال نندارتون د سپتمبر پر ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د یاد نندارتون عمده موضوع  د نوښت له لارې د راتلونکي ډیجیټلي خدماتو برابرول او په کښې په معلوماتي او مخابراتي برخو کې نوی عصري تخنيکونه او لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کيږي. د چين د صنايعو او مخابراتو مرستيال وزير شين ګوو بين د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د چین معلوماتي او مخابراتي تخنيکونه له اقتصاد سره نښلول شوي او د اړوندو چارو د ډيجيټلي کېدو بهير چټکتيا موندلې ده. په چین کې د ډيجيټلي اقتصاد پيمانه پراخه شوې چې دا د نوښت له لارې د پرمختګ عمده خوځنډه ځواک ګرځېدلی دی. د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په چين کې د 5G بېس سټېشنونو شمېر له يو میليونه څخه اوښتی چې دغه شمېر په دې برخه کې د نړۍ د عمومي شمېر په سلو کې اويا برخه نېولې ده.(غاټول)