وانګ يي په ملګرو ملتونو کې د چين د رول په اړه يوې ويډيويي غونډې ته وينا وکړه
CRI2021-09-28 15:01:23
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۷مه نېټه په ملګرو ملتونو کې د چين د رول په اړه يوې ويډيويي غونډې ته وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې ويلي، چې سږکال په ملګرو ملتونو کې د چين حقوقي چوکۍ د بيا اعادې له ۵۰مې کليزې سره برابر دی. چين په تېرو ۵۰ کلونو کې د م.م منشور مراعات کړی او د پرمختيايي هېوادونو پراخې حقوقي ګټې يې ساتلې دي. دغه هېواد د نړيوالې سولې عمده جوړونکی، د نړيوال پرمختګ عمده خدمت کوونکی، د نړيوال نظام ټینګ ساتونکی او د عمومي توليداتو فعال برابرونکی دی. وانګ يي زيات کړې، چې رئيس شي جين پينګ د ملګرو ملتونو د ۷۶مې اسامبلې په عادي مباحثوي غونډه کې د نړيوال پرمختګ وړانديز وکړ، چې د بېلابېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره يې لار روښانه کړې ده. چين به له بېلابېلو هېوادونو سره د بشر د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي او هیله ده چې په دې برخه کې نور استعداد لرونکي کسان هم خپله هوښيارتيا وکاروي.