د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپټمبر په ۲۸مه نېټه د دغه هېواد د هراړخيزې شتمنۍ په اړه سپين کتاب خپور کړ.
په دغه سپين کتاب کې ويل شوي، چې په هراړخيزه توګه د شتمنې ټولنې جوړول د چيني ملت د بيا سمسورتيا کليدي ګام دی. د چين د هراړخيزې شتمنې ټولنې معنا دا ده، چې ټول خلک په ګډه د پرمختګ برياليتوبونه شريکولی شي. د چين هراړخيزه شتمني د چين د خلکو لخوا په خپله د زحمتونو او هلوځلو له لارې عملي شوې ده.
په دغه سپين کتاب کې پر دې ټينګار شوی، چې چين تل د ځان پرمختګ د انسانانو د پرمختګ په سيستم کې بولي، د چين د خلکو ګټې د نړيوالو خلکو له ګډو ګټو سره يو ځايښت بولي، تل د نړۍ د سولې ابادوونکی، د ټولې نړۍ د پرمختګ خدمت کوونکی، د نړيوال نظام ساتوونکی، د عامو توليداتو برابروونکی دی. چين په هراړخيزه توګه شتمنې ټولنې جوړوي، چې د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې لپاره د دغه هېواد فعال ځواک برابروي.