چپن او اروپايي ټولنې يوولسم لوړ پوړی ډيالوګ تر سره کړ
CRI2021-09-29 11:43:48
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د اروپايي ټولنې د ډيپلوماسۍ او امنيت پاليسۍ له عالي رتبه استازي جوز بوريل سره د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د ۱۱مې دورې د لوړ پوړي ستراتيژيک ويډيويي ډيالوګ مشري وکړه.

وانګ يي وويل، چې په دې وروستۍ موده کې د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ تماس او خبرې اترې زياتې شوي او يو شمېر موافقو ته رسېدلي دي او متقابل تفاهم يې نور هم ژور او نژدې شوی دی. چين او اروپايي ټولنې موافقه کړې، چې دواړه خواوې به د متقابل درناوي پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي. اروپايي ټولنې څو څو ځلې د چين د پرمختګ هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې په نوي سوړ جنګ کې به ګډون ونه کړي، چين د اروپايي ټولنې د دې چارې او ښه نيت ستاينه کوي. وانګ يي زياته کړه، چې اوسمهال دواړه خواوې بايد د لوړ پوړي تګ راتګ لپاره چمتوالی ونيسي.

جوز بوريل وويل، چې اروپايي ټولنه چين خپل ډېر مهم ستراتيژيک همکار بولي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال پرمختګ وړانديز هرکلی کوي، او باور لري، چې دغه وړانديز به د نړۍ د اقتصادي سمسورتيا او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په بهیر کې مهم رول ولوبوي. اروپايي ټولنه غواړي، له چين سره د کرونا وبا ضد د مبارزې، له اقليمي بدلون سره د مقاومت او د بيولوژيکي متنوع د خونديتوب په برخو کې همکارۍ ټينګې کړي.