وانګ يي : د بريتانيا، امريکا او استراليا د ذروي اوبتل همکارۍ به درې پټې ستونزې راولاړې کړي
cri2021-09-29 11:23:28
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو چارو او امنيتي تګلارو له لوړپوړي استازي جوس بوريل سره د چين او اروپا د يوولسمې دورې عالي رتبه ستراتيژيکو خبرو اترو مشري وکړه.

وانګ يي په خبرو اترو کې وويل، امريکا، بريتانيا او استراليا د درې اړخيزو امنيتي همکاريو اړيکې جوړې کړي او پلان لري، چې د ذروي اوبتل په برخه کې خپلمنځي همکارۍ تر سره کړي. د دوی دغه چاره به سيمه ييزې سولې او ثبات او نړيوال نظام ته د سړې جګړې د بيا پيل، تسليحاتي مسابقې د هڅونې او ذروي وسلو د خپرېدو په اړه ياد درې پټ مشکلات رامنځته کړي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې چين د نړۍ د ګډ پرمختګ غوښتنه او د ترانس اتلنتيک سيمې د همکاريزو اړيکو په هراړخيز او پرمختللي تړون کې د ګډون لپاره يې رسمي غوښتنه هم وړاندې کړې، او هیله لري چې امريکا، بريتانيا او استراليا به له اوسنۍ زمانې سره سم، د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره رغندنه رول ولوبوي. (شکريه)