د تاجکستان پېغلې کريس، چې د شانګهای پوهنتون د خبر جوړونې پوهنځي کې د يوې ځوانې ډايرکټرې په توګه زده کړې کوي، په انټرنيټ کې د نوي چين سندرې په عنوان لنډ کارتوني فلم جوړ کړی او پکې يې د چين د ملي سرود د جوړېدو او له چين څخه نړۍ ته د دغه سرود د خپرېدو په اړه کېسه ويلې ده.
د چين ملي سرود په پخوا زمانه کې د جګړو پر مهال چينايانو ته روښانه هيلې او اميدونه رسولي، نو ياد فلم به ډېرو خلکو ته د چين د ملي سرود روحيه وروپيژني. (شکريه)