د دوامدار پرمختګ له موخې څخه د ملاتړ لپاره د ۲۰۲۱م کال د ځمکې کرې د لويې ډيټا راپور خپور شو
cri2021-09-29 14:22:03
شريکول:

د دوامدار پرمختګ له موخې څخه د ملاتړ په پار د ۲۰۲۱م کال د ځمکې کرې د لويې ډيټا راپور، چې د دوامدار پرمختګ د لويې ډيټا د څيړنيز مرکز او د علومو اکاډمۍ د ځمکې کرې د لويې ډيټا څانګې لخوا ليکل شوی، د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې د ۲۰۲۱م کال د دوامدار پرمختګ په فورم کې په رسمي ډول خپور شو، په دې راپور کې د لوږۍ د له منځه وړلو، د څښاک پاکو اوبو، د روغتيا بنسټيزو تاسيساتو، د ښارونو او استوګنځيو د دوامدار پرمختګ، د اقليمي بدلون سره د مقاومت کړنو، په اوبو او وچه کې د ژونديو موجوداتو په اړه د ۱۸ دوامدارو موخو څارنې او ارزونې شوې دي.

سږ کال په ملګرو ملتونو کې د چين د حقوقي چوکۍ د بيا عادې له ۵۰مې کليزې سره برابر دی، له دغه راپور څخه د م.م د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د پلي کولو لپاره د چين کوښښونه او خدمتونه څرګندېږي. (شکريه)