يو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې له چين څخه ملاتړ څرګند کړ
CRI2021-09-29 11:44:20
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۸مه غونډه په روانه سپتمبر مياشت کې تر سره شوه. د دې غونډې په مباحثوي ناسته کې ۶۵ هېوادونو استازو په ۲۴مه نېټه په ګډه وينا کې له چين څخه ملاتړ څرګند کړی، او ورپسې څه باندې ۲۰ نورو هېوادونو هم د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په خپله وينا کې له چين څخه ملاتړ وکړ.

وينزويلا، لاوس، سريلانکا، کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت، جنوبي افريقا او اردن په ډاګه وويل، چې د يو هېواد حاکميت، خپلواکۍ او خاورو بشپړتيا ته درناوی کول او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس نه وهل د نړيوالو اړيکو اساسي اصول دي. د شينجيانګ، هانکانګ او شي زانګ مسئلې د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ بهرنی هېواد بايد پکې لاسوهنه ونه کړي. دوی د هانکانګ مسئلې په برخه کې له چين څخه ملاتړ کوي، چې په يو هېواد کې د دوو نظامونو ميکانيزم پلی کوي.

ويتنام، کينيا او جنوبي سوډان له بېلابېلو خواوو څخه وغوښتل، چې د رغنده ډيالوګ او همکاريو له لارې بشري حقونه خوندي کړي، د بشري حقونو شورا بايد په عادلانه او منصفانه ډول کارونه تر سره کړي او د بشري حقونو مسئلې ته بايد په سیاسي نظر ونه ګوري.