له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د چين د بشري حقوقو په عملي پلان کې ۱۶۸ هدفونه او دندې بشپړې شوي
CRI2021-09-29 16:40:51
شريکول:

له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د چين د بشري حقوقو د عملي پلان د تطبيق کېدو حالت د ارزونې راپور د سپتمبر په ۲۹مه نېټه خپور شو. د دغه راپور له مخې، ياد پلان په هراړخيزه توګه تطبيق شوی چې په کې ټول ۱۶۸ هدفونه او دندې بشپړې شوي او اکثره هدفونه او دندې له ټاکلي وخت نه مخکې تر سره شوي دي.

راپور وايي، چې له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د چين حکومت د ياد پلان د بېلا بېلو هدفونو او دندو د تطبيق هڅونه کړې ده. د چين حکومت د خلکو د حقوقو او ګټو په اړه تر ټولو مهمې او پاملرنې وړ مسئلې حل کړې او هڅه يې کړې چې عدالت رامنځته کړي. په تېره بيا د ډېرې بېوزلۍ د له منځه وړلو، په هراړخيزه توګه د شتمنې ټولنې جوړولو دندې يې بشپړې کړې دي او د دې هېواد د بشري حقوقو د تامينولو لوړه سويه ترې ښکاري.