د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ډيموکراتيک جمهوريت مرکزي اژانس د سپتمبر په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ، چې د دې هېواد د دفاعي علومو اکاډمۍ تېره ورځ په ازمويښتي او بريالۍ توګه د مريخ -۸ نمبر له غږ څخه چټک توغندی توغولی دی. د کارپوهانو په اند، دغه پروژه د دفاعي پرمختللې تکنالوژۍ په برخه کې د دې هېواد توان د لوړولو لپاره ستر اهميت لري. (هيله)