د اردن د ترانسپورټي چارو وزير د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د اردن شاهي هوايي شرکت ته اجازه ورکړه، چې د راتلونکي اکتوبر له ۳مې نېټې څخه له پلازمېنې عمان څخه دمشق ته الوتنې بيا پیل کړي. دغه شرکت د سوريې د کورني جنګ له امله دمشق ته پروازونه بند کړې وو.
نوموړي په دغې اعلاميې کې ويلي، چې د يادو الوتنو مسافر بايد د کرونا وبا ضد په برخه کې د اردن مقررات مراعات کړي. له دمشق څخه راغلي مسافر بايد له سفر څخه مخکې په ۷۲ ساعتو کې د کرونا ويروس منفي پايله له ځان سره ولري او د عمان هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته بايد يو ځل بيا معاينه وکړي، که پايله يې منفي وي، نو اردن ته ننوتلی شي.