روسي ژورناليست ميخېل ګوسمان: له شي جين پينګ سره د روغبړ پر وخت مې ټينګ باور احساس کړ
cri2021-09-29 16:22:03
شريکول:

ميخيل ګوسمان د روسيې د اتارتاس خبري اژانس لومړی مرستيال دی او هم لومړی بهرنی خبريال دی، چې کله شي جين پینګ د چين د دولت رئيس په توګه وټاکل شو، له نوموړي سره يې مرکه وکړه.  ګوسمان وايي، له شي جين پينګ سره د روغبړ پر وخت مې ټينګ باور احساس کړ، چې هغه ډېر نيک او مهربان شخص دی او په ډېرې مسکا يې راسره خبرې کولې. هغه پوخ فکر او د نړيوالو حالاتو په اړه ډېر دقت او پوهاوی لري، هغه خلکو ته لومړيتوب ورکوي او په خپلو چارو کې همدغه مفکوره عملي کوي. هغه ډېر لوی کس دی.