ازبکستان د چين د کرونا وبا ضد واکسين پر توليد پيل وکړ
cri2021-09-29 11:22:21
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ازبکستان د درملو جوړولو شرکت ( د زولابيک لابراتوار ) د چين د علومو اکاډمۍ لخوا څېړل شوی د کرونا وبا ضد واکسين پر تولید پیل کړی دی. د ازبکستان د روغتیا وزارت د ویروس څیړونکي انسټیټوت کارپوه ډاکتر جلال الدين توجيف ويلي، چې د چين د کرونا وبا ضد واکسين د کلينيکي څېړنې درېېم پړاو په ازبکستان، اندونيزيا او پاکستان کې تر سره شوی او د ازبکستان ۷۰۰۰ داوطلبانو په دغه پړاو کې ګډون کړی او دغه واکسين يې خوندي او اغېزمن ګڼلی دی.

د مالوماتو له مخې، چين ازبکستان ته ۴۰۰۰ ليتره طبي مايعات برابر کړي، چې ۶ ميليونه ډوزه واکسينونه ترې جوړېږي. (شکريه)