چين: جاپان بايد د ښه ګاونډيتوب او د سيمې د امنيت ساتلو لپاره کوښښونه وکړي
cri2021-09-29 11:27:51
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ د سپتمبر په ۲۸مه نېټه وويل، جاپان پر واقعیتونو سترګې پټې کړې او د انټرنيټي امنيت په برخه کې يې پر چين بې ځایه تورونه لګولي، او چين ور سره کلک مخالفت کوي. 

د جاپان حکومت د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د راتلونکو دريو کلونو لپاره د انټرنيټ د امنيت ستراتيژيکه مسوده خپره کړې او پر لومړي ځل يې چين، روسيه او کوريا ډیموکراتيک جمهوریت د انټرنيټي حملو ګواښونکي بللي دي. مېرمن هوا چون ينګ په دې هکله وويل، نړيوال ښه پوهېږي چې کوم هېواد په نړۍ کې د انټرنيټ له لارې ډول ډول جاسوسۍ تر سره کوي او خپل ملګري هم د جاسوسۍ موخه بولي، خو جاپان د انټرنيټي حملې په برخه کې پر چين بې ځایه تورونه لګوي، داسې ښکاري چې دغه کړنه يې د چا په حکم ترسره کړې ده؟ 

هوا چون ينګ وويل، جاپان بايد پر دغه کار ژور غور ونکړي او د سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره بايد اغېزمن تدبيرونه ونيسي. چين به د خپل انټرنيټ د امنيت ساتلو لپاره ضروري اقدامات ترسره کړي او د انټرنيټ د امنيت ساتلو ته له سياسي رنګ ورکولو سره کلک مخالفت کوي. (هيله)