په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۳۲ ميليونه ۷۵ زره او ۳۵۱ ته رسېدلی
cri2021-09-29 11:21:08
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره ويلي، چې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۳۲ ميليونه ۷۵ زره او ۳۵۱ ته رسېدلی دی.

د منځنۍ اروپا پر وخت د سپتمبر د ۲۸مې نېټې د ماسپيښين تر درېيو بجو او ۳۶ دقيقو پورې، په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۳ لکه ۵۷ زره او ۴۲۵ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۳۲ ميليونه ۷۵ زره او ۳۵۱ ته رسېدلی دی او په ورته وخت کې د دې وبا له امله د مړينې شمېر د تيرې ورځې په نسبت ۶ زره او ۳۵۳ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴ ميليونه ۷ لکه ۵۲ زره او ۹۸۸ ته رسېدلی دی. (شکريه)