د چين د پوره شتمنې ټولنې ابادي، د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره لوی خدمت دی
cri2021-09-29 14:50:32
شريکول:

چين د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې هر اړخيزه شتمنه ټولنه يې جوړه کړې او د چیني ملت د زرګونو کلونو خوب یې پوره کړی دی.

د چين حکومت د سپتمبر په ۲۸مه نېټه "د چین پوره شتمنه ټولنه" په نوم سپين کتاب خپور کړ، چې د هر اړخیزې شتمنې ټولنې د جوړولو په اړه د دې هيواد چارو او تمريناتو ته پکې بيا کتنه شوې او په نوې زمانه کې د چين تجربې پکې بيان شوي او د نړیوالې ټولنې عمومي اندیښنو ته پکې ځواب ويل شوی دی.

د دې سپین کتاب منځپانګه د چينايانو لخوا پر ابادې شوې نوې شتمنې ټولنې ورټوله ده.

 چين اوس دوامدار او سالم اقتصادي او کولتوري پرمختګونه ترلاسه کوي، چې په دې سره به يې د خلکو ډیموکراسي پراخه شي او د ژوند معیشت کې به یې د پام وړ بدلون او پرمختګ راشي او په ایکولوژیک چاپیریال کې به یې تاریخي بدلونونه رامنځته شي.

په دغه کتاب کې دا هم ويل شوي، چې د چين په ټولو ښارونو او کليوالو سيمو کې د چينايانو ګډې لاستې راوړنې به د ټولو شریکې وي. اقتصادي پرمختګ د ښه ژوند اساس دی. د دغه سپین کتاب معلومات ښیي، چې په ۱۹۷۸م کال کې په چين کې د هر کس پر سر منځنی کلنی عاید یوازې ۱۷۱ یوانه و او په ۲۰۲۰م کال کې دا شمېره ۳۲۱۸۹ یوانو ته پورته شوې ده.  سربیره پردې، چین په نړۍ کې د ټولنیز ضمانت ترټولو لوی سیسټم جوړ کړی او د دې هيواد څه د پاسه يو ميليارډ او ۳۰۰ ميليونه خلک د طبي بيمې له عصري سيسټم څخه ګټه اخلي.

د یادونې وړ ده، چې چین د پوره شتمنې ټولنې د جوړولو په بهير کې، لوی ځنګلونه کرلي او اوس ډېر پراخ ځنګلونه لري. د ۲۰۲۰م کال په یوې سروې کې، د ایکولوژیکي چاپېريال په اړه د چينايانو رضایت ۸۹ اعشاريه ۵ سلنه ښودل شوی دی. د چیني مسئلو په اړه د فرانسې کارپوه پيري پيکوارت وايي، چې له هر اړخيزې کلېمې څخه څرګندېږي، چې چین د اقتصاد، ساینس او ​​ټېکنالوژۍ، کلتور او چاپیریال په بېلا بېلو برخو کې ستر پرمختګونه ترلاسه کړي او د چینایانو د ژوند کیفیت د پام وړ ښه شوی دی.

دا ټولې اسانې چارې نه دي. د چین کمونېست ګوند او چینایانو د دې لپاره اوږد مهاله او سخت کارونه ترسره کړي او نسل په نسل يې د ستونزو پر وړاندې مبارزه کړې او همدا پایله ترې ترلاسه شوې ده.

 د کولمبیا او چین د دوستۍ ټولنې رئیس ګويليرمو پوجانا پدې باور دی، چې د چین د کمونېست ګوند رهبري، د هراړخيزې شتمنې ټولنې په جوړېدو کې رغنده رول لري. د چين دغه چاره نه یوازې د دې هيواد لپاره لویه لاسته راوړنه ده، بلکې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ لپاره یې هم یوه بیلګه جوړه کړې ده. چين د نړۍ ترټولو لوی نفوس لرونکی او لوی پرمختيايي هېواد دی او هر اړخیزه شتمنه ټولنه يې جوړه کړې، چې دا د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره د دې هيواد ستر خدمت دی او په نړۍ کې د بېوزلۍ د کمولو په اړه يې د خلکو باور زیات کړی او ځواک یې ورته برابر کړی دی.