په م. م کې د چين مرستيال دايمي استازی: فلسطين او اسرائيل دې ژرمساوي ډيالوګ وکړي
CRI2021-09-30 09:50:58
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م.م کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د امنيت شورا د فلسطين مسئلې په يوه علنۍ غونډه کې پر فلسطين او اسرائيل غږ وکړ چې ژر دې مساوي ډيالوګ وکړي. 

ښاغلي ګنګ شوانګ څرګنده کړې چې د غزې نښتې له پېښېدو نه ۴ مياشتې تېرې شوې دي، خو د فلسطين په اشغال شويو ځمکو کې امنيتي حالت لا هم ترينګلي ښکاري. چين له اړوندو خواوو، په تېره بيا اسرائيل څخه غوښتنه کوي چې خپل صبر او زغم وساتي، سمدستي دښمنانه کړنې بندې کړي او د اوضاع د بيا خړپړتيا مخنيوی دې وکړي. اسرائيل دغه مسؤليت لري چې د غزې اړوند ځمکني بندرونه خلاص کړي، فلسطين ته د بشردوستۍ او بيا رغونې مالونو د لېږدولو لپاره اسانتياوې برابرې کړي او ډېر ژر پر غزې کلابندي او بنديزونه پای ته ورسوي.

( سپوږمۍ)