له افغانستان سره د چین د مرستندویه توکو یوه جوپه د سپتمبر د ۲۹ مې نېټې په ماسپښين کابل ته ورسېده
د چین د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د روانې میاشتې په اتمه نېټه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د خارجه وزیرانو وېډیويي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې ګاونډیان باید له یو بل سره مرسته وکړي او چین به له افغانستان سره د دوه سوو میلیونو یوانو(کابو ۳۱ ميليونو ډالرو) په ارزښت د خوراکي توکو، د سړې هوا ضد توکو، د کرونا ضد واکسین او درملو مرسته وکړي او وروسته به تر خپلې وسې پورې نور زیات کومکونه هم وکړي.