د کوويډ-۱۹ وبا په تېرو سلو کلونو کې په ټوله نړۍ کې تر ټولو سخته ساري ناروغي ده او تر ټولو لويه ناڅاپي روغتيايي پيښه هم ده. چين دوه ځلې د روغتيا نړيوال سازمان کارپوهانو ته بلنه ورکړه، چې په دغه هېواد کې د کوويډ-۱۹ د ريښې او سرچينې د لټون په اړه اړوندې څيړنې ترسره کړي. د خبري رسنيو د راپورونو، د چين د روغتيا د ملي کميټې، د علمي څانګو او لوړو انسټيټيونونو په شمول د اړوندو خواوو د معلوماتو له مخې، د چين تر همکارۍ لاندې د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ګډې ډلې په وو هان ښار کې د کوويډ-۱۹ ريښې او سرچينې په هکله څيړنې او پلټنې تر سره کړې او عمده حقيقونه خپاره شوي دي. دغه حقيقتونه د مهال ويش له مخې تنظيم او خپاره شوي دي.