د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۹مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۳۱ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۴۰۷۶۶۴ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۲۳۲۶۳۶۶۲۲ ته رسېدلی او په همدې موده کې د مړه شويو کسانو شمېر ۷۲۰۷ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۷۶۲۰۸۹ ته رسېدلی دی.
( سپوږمۍ)