شي جين پينګ د بااستعدادو کسانو د روزلو په يوه کاري غونډه کې ګډون وکړ
CRI2021-09-30 10:47:34
شريکول:

 

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بااستعدادو کسانو د روزلو کاري غونډه د سپتمبر له ۲۷مې نه تر ۲۸مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه. هغه د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د چين کمونېست ګوند بايد د بااستعدادو کسانو پر روزلو ټينګار وکړي او د نړيوالې تخنيکي سويې، عمده اقتصادي چارو، دولتي اړتياوو او د خلکو روغتيا لته په کتو د بااستعدادو کسانو د روزلو ستراتيېژي وټاکي، پخپله دې بااستعداد کسان وروزي، له بهر نه دې وړ کسان جلب کړي او په مناسبو ځايونو کې دې پر دندو وګماري.

( سپوږمۍ)