فوميو کيسيدا به د جاپان نوی صدراعظم وي
CRI2021-09-30 09:50:30
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان د ليبرال ديموکراتيک ګوند د مشرتوب ټاکنې د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د دغه هېواد په پلامېنه توکيو کې تر سره شوې. د جاپان پخوانی خارجه وزير فوميو کيسيدا په دغو ټاکنو کې برياليتوب تر لاسه کړی او د دغه ګوند د ۲۷مې دورې مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د جاپان د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد د تر ټولو لوی واکمن ليبرال ديموکراتيک ګوند نوی مشر فوميو کيسيدا به د يوشيهيدي سوګا پر ځای د اکتوبر په ۴مه نېټه د جاپان نوی صدر اعظم وګرځي.

( سپوږمۍ)