امريکايي کارپوه، امريکا د بنديزونو متحده ايالاتو په نوم نومولې
cri2021-09-30 11:24:43
شريکول:

د امريکا د توفتس پوهنتون پروفيسر او د بروکينګز انسټيټوټ لوړپوړي څېړونکي ډانيل ډبليو دريزنر په فارین ايفېرز مجله کې د يوې مقالې په خپرولو سره د امريکا حکومت غندلی او دغه هيواد يې د بنديزونو متحده ايالاتو په نوم ياد کړی دی. نوموړي په دغې مقالې کې ويلي، چې د امريکا حکومت له اقتصادي فشارونو او اقتصادي ځواک څخه ناوړه استفاده کوي او د ډيپلوماتيکو او سياسي ستونزو د حل و فصل په برخه کې بنديزونو ته لومړيتوب ورکوي، چې له امله یې نړۍ کې بشري بحرانونه راپورته شوي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د سپتمبر په ۲۹مه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې نوموړي ليکوال د امريکا لپاره مناسب او پر ځای نوم کارولی دی.

هغې له امريکا څخه وغوښتل، چې د امريکايي او بهرنيو کارپوهانو وړانديزونه تر نظر لاندې ونيسي، له زورواکۍ او بې ځایه غوښتنو څخه دې لاس واخلي او د يو لوی هېواد په توګه دې د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي. شکريه