ولی د چين د زیات عمر لرونکو کسانو د نيکمرغۍ احساسات قوي دي؟
CRI2021-09-30 23:08:14
شريکول:

د اکتوبر لومړۍ نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۲مې کليزې سره برابره ده او په همدې وخت کې د ډېر عمر لرونکو کسانو ملي ورځ هم ده. چين په ۷۲ کلونو کې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ شوی او د حل لاره یې ورته پیدا کړې ده ، دغه راز په دې بهير کې د وخت شاهدانو د هرې ورځې په تيريدو سره د هېواد بدلونونه ليدلي او که څه هم دوی  اوس زاړه دي، خو د نيکمرغۍ ټينګ احساسات لري. دغه احساسات څنګه د دوی په زړونو کې رامنځته شوي؟ زړو کسانو ورته داسې ځواب ویلی دی.

۷۶کلن نيکه جيانګ له خپل کار څخه تقاعد شوی او خبريال ته يې ويلي دي، چې زه له تقاعد وروسته په ژوند کې هيڅ انديښنه نه لرم، حکومت د خواړو، پوښاک، هستوګنې او ټرانسپورټ په بېلا بېلو برخو کې زړو کسانو ته ضمانتونه برابروي. زه کافي تقاعدي لګښت لرم، د حکومت لخوا ما ته طبي لګښت راکول  کېږي، په وړيا توګه په بسونو کې سفر او باغونو او منظرو لرونکو ځايونو ته تللی شم او داسې نور. زه په عادي وخت کې خطاطي کوم،  د تصويرونو رسامي کوم، باغونو ته په سيل ځم نيکمرغه او خوشحاله ژوند لرم. د ده له خبرو د زياتو عمرلرونکو کسانو نيکمرغه احساسات څرګنديږي. 

تر ۲۰۲۰ کال پورې په چين کې د ۶۰ کالو څخه زيات عمر لرونکو خلکو شمېر ۲۶۰ ميليونو ته رسيدلی دی. د نوي چين د جوړېدو په پيل کې د چينايانو منځنی عمر يوازې ۳۵ کاله و، خو اوس د بيجينګ په بيلګه ۸۴ کلونو ته رسيږي. له دې څخه څرګنديږي، چې  زیات عمر لرونکي د طبي سويې د لوړتيا او د طبي ضمانت د تګلارو له امله زياتې انديښنې نه لري او د دوی ژوند ډېر ارام او ښه شوی دی. د زړو کسانو د ډېرېدو په مهال کې د چين حکومت د زړو کسانو د ګټو او حقوقو ساتلو لپاره يو لړ تدبيرونه عملي کړي دي. نو ځکه د دوی د نيکمرغۍ احساسات ټينګ شوي دي.  

په دې وروستيو کلونو کې د امريکا په شمول د چين ضد ځواکونه په پر له پسي توګه د شينجيانګ پر بشري حقونو تور لګولی او د بد نيت په لرلو سره دروغ جوړوي. موږ شينجيانګ ته ګورو، چې هلته د لږ کيو قومونو د  زیات عمر لرونکو کسانو ژوند څنګه دی؟ د شينجيانګ د هنري تیاتر لوبغاړي او د تاجيک قوم اوسيدونکي يوکسيک اوس ۵۱ کلن دی او د شينجيانګ د اقسو سيمې په سويايدي کلي کې یې د څلورو کلونو لپاره ژوند کړی دی. هغه خبريالې ته وويل، چې زما مور د ۱۹۴۹ کال د اکتوبر په لومړې نيټه زيږيدلې ده، چې هغه ورځ د چين له ملي جشن سره برابره ده، نو هر کال په دغه ورځ کې زه ډېر خوشحاله او وياړم. په حقيقت کې زما په کلي کې ډېر زيات عمر لرونکي کسان څه دپاسه اويا او اتيا کلن دي. د شينجيانګ پرمختګ ډېر چټک شوی، نو د زړو کسانو عمر ډېر زيات شوی دی. زما په کلي کې زاړه کسان هميشه له کمونېست ګوند څخه ډېره مننه کوي، بې له کمونېست ګوند او حکومت به نيکمرغه ژوند ونه لري. دوی تل دغسې خبرې کوي، ځکه چې احساسات یې د زړه له کومې څخه دي.

د يوکسيک په قول، د شينجيانګ په بېلا بېلو کليو کې زیات عمر لرونکي کسان د زړو کسانو د ساتلو پيسې لري، چې د حکومت لخوا ورکول کيږي او دغه پيسې ددوی لپاره کافي دي او دغه کسان په ښه توګه ژوند  پرې تيرولی شي. دوی طبي بیمه هم لري، چې په روغتونونو کې د درملنې په وخت کې لومړی د پيسو ورکولو اړتيا نه لري، خو له جوړېدو وروسته يوازې په خپله لس سلنه لګښت ورکوي. د شينجيانګ په کليو کې د درملنې لپاره ډېر روغتونونه شتون لري، چې زاړه کسان د درملنې په وخت کې هيڅ ستونزه نه لري. که چېرې زاړه کسان  ډېر ناروغ شي او  روغتون ته د تګ اسانتياوې ونه لري ، طبي کارکوونکي د دوی کورونو ته ځي او هلته ځای پر ځای ددوی درملنه کوي. نو ويلی شو، چې د زړو کسانو د روغتيا او ژوند حقونه په يو هېواد کې د بشري حقوقو د تامينولو يو معيار دی. په شينجيانګ کې زاړه کسان تر ډېرې ښې پاملرنې لاندې دي او نيکمرغه احساسات لري نو څنګه  به وايي، چې دوی بشري حقوق نه لري؟

د کرونا وبا په ټوله نړۍ کې څه دپاسه يو نيم کال راهیسې خپريږي او په بېلا بېلو هېوادونو کې حکومتونه د  زیات عمر لرونکو کسانو لپاره مختلفې رويې لري، چې په دې کې  تر ټولو  زاړه کسان د کرونا ناروغۍ له امله ډېر  زيانمن کيږي. چين د کرونا وبا د وقايې او حلولو په ترڅ کې هيڅکله د يو تن ژوند  په خطر کې نه پريږدي. څه دپاسه ۹۰ او ۱۰۰کلونو نه زيات عمر لرونکي کسان د کرونا په ناروغۍ له اخته کېدو وروسته لا هم د طبي کارکوونکو تر پوره درملنې لاندې راغلي او جوړ شوي دي. د بېجينګ د شي جينګ شان ناحيه اوسيدونکي نيکه جانګ اوس ۷۰ کلن دی او څه موده مخکې يې د کرونا ضد دوه ډوزه واکسين کړی دی. هغه په چين کې د کرونا وبا د وقايي او حلولو د حالت په هکله داسې ارزونه کوي، چې ډېر ښه دی.  او وایې، چې زه ډېره انديښنه نه لرم! چې دغه احساسات سې د چين د کمونېست ګوند او حکومت لخوا د  زیات عمر لرونکو کسانو د ضمانت له امله رامنځته شوي دي.

بر عکس، په امريکا کې زیات عمر لرونکي کسان د کرونا وبا قرباني شوي او د ډېرعمر لرونکو کسانو د پالنې مرکزونه د کرونا وبا د خپرېدو سخت ځايونه ګرځيدلي دي. د امريکا د ناروغۍ د کنټرول مرکز د شميرنې له مخې، د کرونا وبا له امله د مړه شويو کسانو عمر په عمده توګه له ۶۵ کلن څخه زيات دی. نو د امريکا سياستوال د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي او کنټرول لپاره څه خاص اقدام  نه کوي  ، ځکه هغه ډېر عمر لرونکې کسان، چې د کرونا وبا له امله له ګواښونو سره مخ دي، د اقتصاد او پرمختګ لپاره دومره زيات خدمتونه نه شي تر سره کولی او هغه ډلې دې، چې له منځه وړل کيدای شي. امريکا په ټوله نړۍ کې د بشري حقوقو په پلمه پر نورو هېوادونو تور لګوي خو دوی باید لومړی په خپل هېواد کې د بشري حقوقو مسئلو ته پاملرنه وکړي. ایا دوی د  زیات عمر لرونکو کسانو د ژوند او روغتيایې حقوقو ته درناوی لري او که نه؟