د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو اسعارو ملي ادارې د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې چين د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د مالونو او خدمتونو په نړيوالې سوداګرۍ کې ۴۵ ميليارډه امريکايي ډالره مثبت بيلانس موندلی چې په دې جملې کې د مالونو سوداګرۍ مثبت بيلانس يې ۵۶.۱ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او د خدمتي سوداګرۍ منفي بيلانس يې ۱۱.۱ ميليارډه امريکايي ډالره دی.
( سپوږمۍ)