شي جين پينګ د ولسي قربانيانو پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده
cri2021-09-30 11:35:37
شريکول:

سږ کال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له ۱۰۰مې کليزې سره او د سپتمبر دېرشمه نېټه د چين د ولسي قربانيانو د له يادورځې سره برابره ده. د شي جين پينګ په ګډون د کمونېست ګوند او هېواد مشرانو او د بېلا بېلو ټولنو استازو په ګډه د تيان آن من په ډګر کې د ولسي قربانيانو پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښودلې.

د مالوماتو له مخې، له ۱۸۴۰م کال څخه راهيسې، په چين کې کابو ۲۰ ميليونه قربانيان د ملي خپلواکۍ او نيکمرغه ژوند د تر لاسه کولو او همدارنګ د هېواد د شتمنېدو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
چين د ۲۰۱۴م کال په اګېست کې د سپتمبر دېرشمه نېټه د ولسي قربانيانو د يادورځې په توګه وټاکله او په چين کې هر کال پر همدې ورځ د ولسي قربانيانو يادغونډې تر سره کېږي او د دوی هڅې او قربانۍ ستايل کېږي.