د واکسين ناعادلانه ويش، د لويديځو هېوادونو رياکارانه بڼه په ډاګه کړې
CRI2021-09-30 15:30:22
شريکول:

د چين استازي د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې د څه باندې دېرشو پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب په يوه وينا کې په ګردې نړۍ کې د واکسين عادلانه وېش غوښتنه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د کرونا وبا ضد واکسين بايد د نړۍ داسې عامه توليد وګرځي، چې هر څوک ورته لاسرسی ولري او ځيني هيوادونه دې د واکسين له نېشناليزم څخه  ډډه وکړي. امريکا او لويديځ هېوادونه چې د بشري حقونو د ساتلو بيا بيا ادعا کوي، پر خپلو کړنو دې بيا کتنه وکړي او پښېماني دې وښيي.

کرونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او واکسين د دغې وبا ضد ځواکمنه وسيله او د خلکو د ژوند او روغتيا حق د تامين اغېزمنه وسله  بلل کيږي، خو د ګوتو په شمېر پرمختللو هېوادونو له خوا د زيات واکسين د انحصار له امله، ګڼ شمېر پرمختيايي هېوادونه د واکسين له کمبود سره مخ دي.

د م.م د سوداګريز پرمختګ کنفرانس د سپتمبر په ۲۷مه نېټه (( د وروسته پاتې هېوادونو د ۲۰۲۱ م کال راپور )) خپور کړ، چې له مخې يې، د نړۍ په ۴۶ وروسته پاتې هېوادونو کې يوازې ۲ سلنه خلکو ته د کرونا وبا ضد واکسين ورکړل شوی، خو په پرمختللو هېوادونو کې دغه انډول بيا ۴۱ سلنه دی. د دغې حيرانتيا وړ نابرابرۍ په اړه دا مجازي خبره بسنه کوي، چې وايي، شتمن هېوادونه د بېوزلو هېوادونو د ستونزو پر وړاندې د نجات بېړۍ غلا کوي.

امريکا او لويديځو هېوادونو د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې (( د واکسين نېشناليزم )) بيراغ پورته کړی، د کرونا ويروس د رېښې لټون ته يې سياسي رنګ ورکړی او د کرونا وبا ضد نړيواله مبارزه کې د چين پر کوښښونو يې سترګې پټې کړي او د بدنامې کلمې (( واکسين ډيپلوماسي)) نوم يې ورکړی دی. د دوی دغه کړه وړه د بشري حقونو له اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده.

د واکسين د وېش په چارو کې د امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو کړنې ډېرې مايوس کوونکې دي. د بېلګې په توګه، امريکا ګڼ شمېر واکسين زېرمه کړی، چې اندازه يې له خپلو اړتياوو څخه بيخي ډېره  ده. بر سيره پر دې، دغه هېواد د واکسين د توليد اومو موادو پر صادراتو هم بنديز لګولی او په بېوزلو هېوادونو کې يې د واکسين د تطبيق پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، چې دغه کړنه يې د واکسين د نابرابرۍ وېش د سختېدو سبب ګرځيدلې ده. د امريکا بروکينز فکري ارګان د يوه تحليل له مخې، په امريکا کې د سپتمبر تر ۲۵مې نېټې پورې د کرونا وبا ضد ۵۰۰ ميليونه دوزه اضافي واکسين شتون درلود.

که څه هم امريکا له کورنيو اړتياوو پرته اضافي واکسين لري، خو له بهر سره د واکسين مرسته يوازې د دغه هېواد پر ژبې پاتې ده، خو عمل پرې نه کوي. د افريقا د پرمختيايي بانک مشر اډسينا له امريکايي خبري رسنيو سره مرکه کې ويلي، چې لويديځو هېوادونو له افريقايي هېوادونو سره د کرونا وبا ضد واکسين په مرستو کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او پر وخت يې افريقايي هېوادونو ته واکسين نه دی ليږلی او هم يې د واکسين شمېر او ارزښت مناسب نه دی.

له کله چې، د امريکا او لويديځو هېوادونو سياستوالو واکسين سياسي وسيله ګرځولې، چين تر خپلې وسې پورې نړيوالې ټولنې ته واکسين برابر کړی او د کرونا وبا ضد د نړيوالو همکاريو پر پياوړتيا بوخت دی. چين تر اوسه پورې تر ۱۰۰ زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته يو ميليارډ او ۲۰۰ ميليونه دوزه  واکسين او اومه مواد ورکړي دي. د دې تر څنګ، چين به د دې لپاره هم هڅې وکړي، چې هر کال به بهرنيو هيوادونو ته د کرونا وبا ضد ۲ ميليارډه دوزه واکسين ورکړي او د کرونا وبا ضد واکسين د تطبيق پلان کوواکس (COVAX) ته به د ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو بسپنې پر بنسټ، په روان کال کې پرمختيايي هېوادونو ته د کرونا وبا ضد ۱۰۰ ميليونه دوزه  واکسين ورکړي.

د کرونا وبا ضد واکسين په چارو کې ليدل کيږي، چې کوم هېواد مسئولانه چارې ترسره کوي او د بشري حقونو د تامين په هڅه کې دی او کوم هېواد پر نورو د خپل مسئوليت د اچولو نيت لري او د بشري حقونو سپکاوی کوي.