امريکا په افغانستان کې ميليارډونه ډالر ولګول خو د يو باثباته افغانستان د اقتصاد په جوړولو کې پاتی راغلله
CRI2021-09-30 15:51:32
شريکول:

د والسټريټ ورځپاڼې د خبر له مخې، امريکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ۸۳۷ ميليارډه ډالر نظامي لګښتونه وکړل او په دغه هېواد کې يې د اقتصادي پرمختګ په چارو کې بيا ۱۴۵ ميليارډه ډالر لګولي دي. له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ دوام ونه شو کړای. په روانې پيړۍ کې د امريکا هغه لوی پلان جې د بل هېواد د بيا ابادۍ په اړه يې درلود، ناکام شو.