چين : امريکا بايد د چين پر شرکتونو بې دليله او بې اساسه تورونه پای ته ورسوي
cri2021-09-30 11:26:26
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هوا چون ينګ د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، امريکا بايد د دولتي ځواک ناوړه استعمال او د چين پر شرکتونو د بې دليله او بې اساسه تورونو لګول پای ته ورسوي او د چين حکومت به په پر له پسې ډول د چيني شرکتونو قانوني حقونه وساتي.

د امريکا د مخابراتي چارو کميټې په دې وروستيو کې ويلي، چې هغو تليفوني او تلګرافي شرکتونو ته به د يو ميليارډ او ۹۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت جبران ورکړي، چې د دغه هېواد په کليوالو سيمو کې د هوا وې په ګډون د چيني شرکتونو لخوا جوړ شوي مخابراتي تاسيسات له منځه يوسي. (شکريه)