افغانستان ته د چين د مرستندويه توکو لومړۍ جوپه ورسيده ده
CRI2021-09-30 15:48:54
شريکول:

له افغانستان سره د چين د بيړنيو بشري مرستو لومړۍ جوپه د سپتمبر د ۲۹مې نيټې په شپه د کابل هوايي ډګر ته ورسيده. د افغغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرينو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني او سرپرست مرستيال وزير ارسلا خروټي په شمول نژدې لسو چارواکو د کابل هوايي ډګر کې د دغو توکو د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و. په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو او سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني په ګډه د دغو مراسمو مشري وکړه. 

 

وانګ يو څرګنده کړه، چين د افغانستان دوست ګاونډی هېواد دی او تل يې د افغانانو اړتياوو ته پاملرنه کړې او کوي يې. د چين اړوندو مشرانو په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان په هکله د څو اړخيزو ميکانيزمونو په زياتو کنفرانسونو کې ګډون کړی او څو څو ځلې يې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې افغانستان سره بيړنۍ بشري مرستې وکړي. چين د ډېرو ستونزو له لېري کولو وروسته په لنډه موده کې د سړې هوا ضد توکي کابل ته وليږدول. چين به په راتلونکې کې د خوراکي توکو په شمول نور توکي هم چمتو کړي او باور لري او جوپه په جوپه به يې افغانستان ته وليږي.

خليل الرحمن حقاني څرګنده کړه، چين د افغانستان ښه ګاونډی هېواد دی او له افغانانو سره يې په مشکل وخت کې بيړنۍ بشري مرسته وکړه. هغه په دې مناسبت له چين څخه مننه څرګنده کړه او هيله يې وښودله، چې په دوامداره توګه له افغانستان سره مرسته وکړي. افغانستان اوس اقتصادي ستونزې لري او د خلکو ژوند يې له ډېرو ستونزو سره مخ دی او اړينه ده چې نړيواله ټوله په بېلا بېلو ساحو کې ورسره مرستې وکړي. طالبان به له ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي. د امريکا او نورو هېوادونو لخوا کنګل شوې د افغانستان د خلکو پيسې بايد ازادې شي، څو د دغه هېواد خلکو ته ګټې ورسوي.