د عراق خبري رسنيو د سپتمبر په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ، چې دغه هېواد به د اکتوبر په لسمه نېټه د پارلماني انتخاباتو پر مهال د هېواد ټول هوايي ډګرونه او سرحدي بندرونه بند کړي، څو انتخابات په خوندي او سالم ډول تر سره شي.
د عراق د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ويلي، چې د دې هېواد په پارلماني ټاکنو کې به ۳۲۴۹ نوماندان ټاکنيزې سيالۍ تر سره کړي. (شکريه)