د قطر د بهرنیو چارو وزیر: له افغانستان سره مرستې بايد سياست پسې ونه تړل شي
cri2021-10-01 11:40:09
شريکول:

د قطر د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د سپتمبر په ۳۰مه نېټه له اړوندو هېوادونو څخه وغوښتل چې افغانستان ته ورکړل شوې بشري مرستې سیاسي نه کړي.

نوموړي په همدې ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ له لوړ پوړي استازي جوزف بورل سره وکتل او په يو لړ مسئلو يې ورسره خبرې اترې وکړې. محمد تر خبرو اترو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې دواړو خواوو په تفصیل سره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې اترې وکړې. اړوند هېوادونه باید افغانستان ته د بشري مرستو د برابرولو په اړه منظمې مشورې او خبرې اترې وکړي او دا ډول مرستې بايد سیاست پسې ونه کړي. 

محمد بن عبدالرحمن پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې افغانستان دې نه هيروي او په ورته وخت کې یې له افغان طالبانو هم وغوښتل چې د افغانانو د حقونو او ګټو ساتنه وکړي.