د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۲مې کاليزې د لمانځنې ملي مېلمستيا تر سره شوه
سی ار ای2021-10-01 09:16:19
شريکول:

   

د چين حکومت د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه بېجينګ کې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۲مې کاليزې د لمانځنې ملي مېلمستيا تر سره کړه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د چين رهبرانو او څه د پاسه ۵۰۰ چيني او بهرنيو شخصيتونو پکې ګډون درلود. 

  د چين صدراعظم لي که چيانګ په دغه مېلمستيا کې وويل، چې سږ کال مو د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کاليزې درنده لمانځنه وکړه. له ۷۲ کلونو راهيسې، نوي چين د دغه ګوند تر مشرۍ لاندې د ليدو وړ پرمختيايي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په تېره بيا موږ په ټاکلي وخت کې په هره ساحه کې د شتمنې ټولنې د ابادولو په اړه لومړۍ سل کلنې موخې ته رسېدلي يو، چې دا په هره ساحه کې د سوسياليستي عصري هېواد په توګه د چين د ابادۍ د نوي جريان د پيل ټکی دی. 

  نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې اصلاحات او ورخلاصون د چين اصلي تګلاره ده او په راتلونکې کې به د چين د پرمختګ اساسي خوځنده خواک هم وي. چين به هراړخيز اصلاحات نور هم ژور کړي، څو په مهمو او ارزښتناکو برخو او مرحلو کې لا ستر پرمختګونه وموندل شي. په لوړې سويې سره به په منظمه توګه ورخلاصون پياوړی کړي، څو ګډې ګټې زياتې شي. بېلا بېلې خواوې بايد د خلکو د هيلو او غوښتنو سره سم ګټورې پاليسۍ او تدبيرونه ونيسي، بايد کال په کال د زړو کسانو د روزنې، روغتيا او استوګنې په شمول د خلکو د ژوند د تامينولو لپاره پرمختګ پياوړی کړي او بايد مختلفو خواوو ته برابر فرصتونه وړاندې کړي، څو د پرمختګ د پياوړتيا تر څنګ د خلکو ګټې هم زياتې شي. چين تل د سوله ييز پرمختګ پر لاره ټينګار کوي، د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ټينګېدو او د نړيوال اداري سيستم د بشپړولو لپاره کوښښ کوي، څو د بشريت د ګډ برخليک ټولنه جوړه شي. (غوټۍ)