د چين حکومت د دوستۍ جايزې د ورکولو مراسم د سپتمبر په ۳۰ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه بېجینګ کې ترسره شول او د چين صدراعظم لي که چيانګ د يادې جايزې له ګټونکو بهرنيانو سره وکتل. د چين مېډيا ګروپ روسي ژورناليست کونستانتين سچپين د ۲۰۲۰م کال او فرانسوي ژورناليست يويس موليټ د ۲۰۲۱م کال ياده جايزه وګټله. ښاغلي سچپين په يادو مراسمو کې ګډون کړی و او له صدراعظم لي که چيانګ سره يې هم وکتل.
کونستانتين سچپين
يويس موليټ
ښاغلي سچپين د چين مېډيا ګروپ د سي جي ټي اېن په روسي څانګې او ښاغلي موليټ په فرانسوي څانګې کې کار کوي. سچپين په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه جايزه به هغه نور هم تشويق کړي، چې د چين مېډيا ګروپ له نورو بهرنيو ژورناليستانو سره د چين د مېډيايي چارو د پرمختګ او نړيوالو ته د چين د ورپېژندلو لپاره لازياتې هڅې وکړي.