د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمیټې مشر: د استرالیا، بريتانيا او امريکا اتحاد رامنځته کېدل د سړې جګړې مفکوره منعکس کوي
cri2021-10-01 11:43:26
شريکول:

د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمیټې رئیس مشاهد حسين د سپتمبر په ۲۹مه نېټه په اسلام اباد کې وويل چې د اسټرالیا، بريتانيا او امريکا اتحاد رامنځته کېدل د سړې جګړې مفکوره منعکس کوي او داسې ښکاري چې دغو هېوادونو په نامناسب وخت کې د بې ځايه دليل لپاره ناسمه معامله کړې ده.

امريکا، بريتانيا او استرالیا پدې وروستیو کې اعلان وکړ چې د درې اړخیزې امنیتي همکارۍ نوې اړيکې يې ټينګې کړې دي. حسین وویل چې د اسیا او ارام سمندر سيمه سولې، امنیت او همکارۍ ته اړتیا لري، خو ياد اتحاد د سړې جګړې نوی تخم کري چې سیمې ته به نوې شخړې راوړي. هغه زياته کړه چې په ياد اتحاد کې هیڅ يو اسيايي هېواد شتون نلري، خو دوی هڅه کوي چې سړه جګړه بیرته آسیا ته راوړي. امريکا او د دغه هېواد ملګري هېوادونه باید د متقابلو ګټورو همکاریو د ودې لپاره ډېر څه وکړي او په سیمه يیزې سولې او پراختیا کې هم مرسته وکړي.